کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وزیري: په شمال کې د نامعلومو الوتکو ناستې په اړه هیڅ ډول شواهد نشته

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 جوزا 1396 ساعت 13:56


د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي، په شمالي ولایتونو کې د نامعلومو الوتکو کېناستلو په اړه هیڅ کوم سند وجود نه لري.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن خبریالانو ته وویل، چې ملي دفاع وزارت په یو شمیر شمالي ولایتونو کې د فاریاب، سرپل، او بدخشان کې د نامعلومو الوتکو کېناستلو په اړه ادعاوې کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې اړه تر اوسه هیڅ کوم سند په لاس کې نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني د ولایتي شورا منشي حسن‎رضا یوسفي مخکې ویلي وو، چې د نامعلومو الوتکو ناسته د یاد ولایت په د واغظ او قره‎باغ په ولسوالیو کې خلک‎ یې سخت اندېښمن کړي دي.

له دې وړاندې هم ورته ادعاوې په سرپل، فاریاب او بغلان ولایتونو کې مطرح شوي وه.

خو دفاع وزارت چارواکي وايي، د دغو ادعاوو د سپیناوي په هدف‎يې يو پلاوی ټاکلی په دې اړه هېڅ ډول شواهد او اسناد نه دي موندل شوي.


د مطلب کود: 143831

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143831/وزیري-په-شمال-کې-د-نامعلومو-الوتکو-ناستې-اړه-هیڅ-ډول-شواهد-نشته

آوا
  https://www.avapress.com