په تخار کې د جنبش اسلامي پلویانو پخپل لاریون کې حکومت تورن کړ، چې دوستم ته یې دسیسه جوړه کړې ده.
په تخار کې د جنبش اسلامي پلویانو له عبدالرشید دوستمه خپل ملاتړ څرګند کړ
8 جوزا 1396 ساعت 10:25
په تخار کې د جنبش اسلامي پلویانو پخپل لاریون کې حکومت تورن کړ، چې دوستم ته یې دسیسه جوړه کړې ده.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی،
په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د جنرال عبدالرشید دوستم په ملاتړ د لاریونونو پر دوام دا ځل په تخار ولایت کې خلکو لاریون وکړ.
د جنبش ملاتړيو لاریون کوونکیو ویلي، چې د ولسمشر له لومړي مرستیال سره بې عدالتي روانه ده او حکومت باید دغه لانجه پای ته و رسوي.
لاریونوالو خبرداری ورکړ، چې که حکومت او ولسمشر د عبدالرشید دوستم پر خلاف له دسیسو لاس په سر نه شي، د خلکو له غبرګون سره به مخ شي.
لاریون کوونکیو په ډاګه کړې، چې د عبدالرشید دوستم لارښوونې ته په تمه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې عبدالرشید دوستم څو ورځې مخکې د درملنې لپاره ترکیې ته تلی؛ خو نوموړی تېر کال د محمد ایشچي لخوا پر جنسي تېري هم تورن شوی دی.
د مطلب کود: 143812