کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په نږدې ولسوالیو کې د طالبانو له شتوالي خبری

8 جوزا 1396 ساعت 10:18

د کابل ولایتي شورا ريیس وايي، چې وسلوال طالبان د شپې له خوا په پغمان، موسهي، سروبي او قرباغ ولسوالیو کې خلک تالاشي کوي او پراخ شتون لري.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د کابل ولایتي شورا رييس سید عبدالرحمان هاشمي وايي، چې وسلوالو طالبانو د کابل په یو شمېر ولسواالیو کې فعالیت پیل کړی او د شپې له خوا د پغمان، سروبي، قره باغ او موسهي ولسوالیو په ځينو سیمو کې خلک تلاشي کوي.
د هغه په وینا؛ وسلوالو طالبانو په دغو سیمو کې جلب او جذب هم پیل کړی دی.
د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکي هم مني، چې په ارغندۍ او پشه يي دره کې وسلوالو طالبانو فعالیت پیل کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دغه رپوټونه بې بنسټه ګڼي او وایي؛ مونږ ته داسې ګزارش نه دی تر لاسه شوی، چې طالبان دې په کابل کې د تلاشۍ ځواک ولري.
که څه هم په تېرو څو کلونو کې پلازمېنه کابل د وسلوالو طالبانو له ځانمرګو بریدونو او چاودنو خوندي نه و؛ خو اوس د هغوی فزیکي حضور دا دی ښاریان اندېښمن کړي دي.


د مطلب کود: 143811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143811/د-کابل-په-نږدې-ولسوالیو-کې-طالبانو-له-شتوالي-خبری

آوا
  https://www.avapress.com