د شنبې په سهار د روژې پر لومړۍ ورځ د یوه موتر بم بریدکوونکي په خوست کې امنیتي ځواکونه په نښه کړل.
په خوست کې موتر بم چاودنې ۲۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
7 جوزا 1396 ساعت 9:12
د شنبې په سهار د روژې پر لومړۍ ورځ د یوه موتر بم بریدکوونکي په خوست کې امنیتي ځواکونه په نښه کړل.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی،
امنیتي سرچیني وايي، چې دا برید نن سهار د خوست ښار فوتبال لوبغالي ته څیرمه شوی دی.
د خوست امنیه قومندان فیض الله غیرت وایي، د برید هدف بهرنیو ځواکونو سره د همکارو افغان کمپاین ځواکونه ول، چې په ملکي لباس کې خپلو دندو ته روان ول.
نوموړی وایي، په دې برید برید کې د کمپاین عسکرو او ملکي وګړو په ګډون څوارلس کسان وژل شوې او ۸ نور ټپیان دي، چې دوه تنه یې ماشومان دي.
کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش په ډاګه کړې، چې په دې چاودنه کې ۱۸ کسه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د خوست ولایت د عامې روغتیا رییس داکتر ګل محمد الدین محمدي منګل ویلي، چې په دې پېښه کې ۱۴ کسه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د نوموړي د وینا له مخې تر دې دمه د وژل شویو کسانو بشپړ هویت په ډاګه شوی نه دی.
د پېښې مسوولیت طالبانو منلی او د کمپاین ځواکونو د ۲۲ سرتېرو د وژلو ادعا یې کړې، خو افغان چارواکي دا ادعا ردوي.
پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې تېره شپه ولسمشر اشرف غني له طالبانو وغوښتل، چې د روژې په مبارکه میاشت کې دې ځانونه له بریدونو وساتي.
د مطلب کود: 143743