کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت:۱۰ تنه لوړپوړي پوځي مسؤلین په بند محکوم شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 جوزا 1396 ساعت 13:07


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سردار محمد داود خان پر روغتون په برید کې د وظیفوي غفلت له کبله لس تنه لوړ پوړي پوځي مسؤلین په بند محکوم شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ته وویل چې د وظیفوي غفلت له کبله د دولس تنو په اړه پرون د محکمې لومړنی حکم صادر شو چې پنځه تنه یې په دوه نیم کاله بند او پنځه نور یې په یو کال بند محکوم شوي او دوه تنه یې خوشې شوي دي.

د نوموړي په خبره د طبي ملاتړ قوماندان او مرستیال یې، د طبي ملاتړ د ارکان رئیس، د طبي قوماندانۍ د استخبارتو د ضد مدیر او د سردادر محمد داود خان د طبي علومو د اکاډمۍ د استخبارتو مدیر هغه پوځي مسوؤلین دي چې په بند محکوم شوي دي.

شااوخوا درې میاشتې وړاندې د سردار محمد داود خان پر روغتون په حمله کې پنځوس تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.


د مطلب کود: 143626

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143626/دفاع-وزارت-۱۰-تنه-لوړپوړي-پوځي-مسؤلین-په-بند-محکوم-شول

آوا
  https://www.avapress.com