کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین له افغانستان خپلې نظامي مرستې زیاتوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 جوزا 1396 ساعت 12:29


د چین حکومت چارواکي له افغان چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې له پروسې  سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې لیکلي، چې ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د روسیې په فدارتیف جمهوریت کې د عالي رتبه امنیتي مسوولینو د اتم کلني کنفرانس په یوه بله برخه کې د چین ولسي جمهوریت د ملي امنیت له سلاکار ښاغلي مینک سره هر اړخیزه ناسته وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د چین د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړ، چې په سیمه او افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او ثبات په موخه به له افغانستان سره خپلې نظامي مرستې او ملاتړ زیات کړي.

د خپرپاڼې په وینا، ښاغلي مینک د لیدنې پرمهال وویل، چې د سولې د تامین او له ترهګرو سره د مبارزې په لاره کې د سیمه ییزې اجماع اړتیا محسوسه شوې او باور لري، چې د سیمې هېوادونه به د مشترکو اقداماتو په ترڅ کې له سیمې څخه د ترهګرۍ شومه پدیده له منځه یوسي.


د مطلب کود: 143624

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143624/چین-له-افغانستان-خپلې-نظامي-مرستې-زیاتوي

آوا
  https://www.avapress.com