کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۴ قوماندانانو په ګډون ۱۰ داعش وسله وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جوزا 1396 ساعت 10:46


په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ تنه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وال د چاڼیز عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې ګډو امنیتی ځواکونو دحمزه په نوم روانو عملیاتو پر مهال داچین ولسوالی اړوند د پیښې او ګاو درې په ساحو کې هوایي او ځمکني بریدونه ترسره کړی چې په پایله کې دڅلورو قوماندانانو عمری ، عمر شاه ، ثابت او ابو طلحه په ګډون لس (۱۰) داعش وسله وال وژل شوي .

خبرپاڼه زیاتوي، چې دعملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو منسوبینو او ملکي وکړو ته زیان ندې اوښتې او عملیات په بریالیتوب سره دوام لري .

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې سیمه ییز چارواکي تیره ورځ وویل، چې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش د لمنځه وړلو په موخه د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د دوشنبې راهیسې ۵ داعش وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي .


د مطلب کود: 143534

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143534/د-۴-قوماندانانو-په-ګډون-۱۰-داعش-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com