کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جرمني پولیسو یو پخوانی طالب د قتل په تور ونیو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جوزا 1396 ساعت 8:30


د جرمني مقاماتو یو افغان په دې تور نیولی دی چې د طالبانو غړی و او د یو افغان پولیس په وژنه کې یې رول درلودلی دی.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د جرمني فدرالي څارنوالانو د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه شخص "امید. ن" نومیږي، شل کلن دی او د جمعې په ورځ نیول شوی دی.

امید، په دې تورن دی چې په ۲۰۱۳ کال او یا له هغه دمخه د طالبانو سره یوځای شوی او د هغې ډلې لپاره یې جلب او جذب کړی دی.

جرمني څارنوالان وایي چې امید د ٢٠١٣ کال په لومړیو کې یو افغان پولیس په ونې پورې تړلی و او له شکنجې، وهلو ټکولو وروسته یې هغه د وسلې په ډزو وژلی دی.

جرمني مقاماتو همداشان ویلي دي چې امید ته وظیفه ورکړل شوی وه چې بمونه کیږدي خو څرنگه چې دې کار ته تیار نه و، د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته تښتیدلی دی او د ٢٠١٣ کال په نوامبر کې جرمني ته رسیدلی دی.

څو ورځې دمخه د جرمني د شپیگل مجلې هم رپوټ ورکړی و چې په څو تیرو کلونو کې د طالبانو د ډلې په زرگونو غړي هم د افغان مهاجرو په منځ کې جرمني ته ورغلي دي.


د مطلب کود: 143517

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143517/د-جرمني-پولیسو-یو-پخوانی-طالب-قتل-په-تور-ونیو

آوا
  https://www.avapress.com