کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برتانیې د مانچسټر په ښار کې د بم په یوې چاودنې کې ١٩ تنه وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 جوزا 1396 ساعت 8:38


د برتانیې د مانچسټر په ښار کې د موسیقۍ په یو کنسرټ کې په چاودنه کې نولس تنه وژل شوي او د پنځوسو تنو نه زیات زخمیان دي.

د مانچسټر پولیس وایي چې هغوي د دغې چاودنې د ترهگرۍ د پېښې په توگه تحقیقات کوي.

یوې عیني شاهدې رویټرز ته وویل چې "مونږ هغه وخت د کنسرټ نه د باندې وتلو چې یوه سخته چاودنه وشوه او خلک وارخطا او په چغو یې شروع وکړه."

دغه کنسرټ د مانچسټر ایرینا په تالار کې جوړ شوې و. د مانچسټر ایرینا تالار د اروپا تر د ټولو ستر ځاې دی او شاوخوا ٢١٠٠٠ خلک پکې ځاییږي.

پرون د دوشنبې په ورځ په دغه هال کې د امریکایي هنرمندې اریانه گرانډ کنسرټ وو. عیني شاهدانو ویلي دي چې اریانه گرانډ په دغه چاودنه کې روغه رمټه ده.


د مطلب کود: 143445

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143445/د-برتانیې-مانچسټر-په-ښار-کې-بم-یوې-چاودنې-١٩-تنه-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com