کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر ولایت د علماو شورا مرستال مولوي عبدالغفور وژل شوی دی

1 جوزا 1396 ساعت 18:53

یو شمېر ناپېژاندو وسله‎والو د لوګر ولایت د علماو شورا مرستال، مولوي عبالغفور په کانګار ولسوالۍ کې وژلی دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبر له مخی، د لوګر والي د رسنیو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د علماو شورا مرستیال، مولوي عبدالغفور د دو شنبه په ورځ سهار وختي د ناپېژاندو وسله‎والو لخوا په نښه شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچنیو زیاتیوی، چې په جومات کې د دیني علماوو وژل وحشت دی او له ټولو انساني او اسلامي قوانینو سره په تکر کې عمل دی.
راپورونه وایی، چې نوموړی هغه‎مهال د لوګر ولایت په کلانګار ولسوالۍ کې وژل شوی چې سهار وختي د کوره د جومات پر لور روان وه.
خو تر اوسه د یاد پيښه کومې ډلی مسوولت نه دي منلي.


د مطلب کود: 143432

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143432/د-لوګر-ولایت-علماو-شورا-مرستال-مولوي-عبدالغفور-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com