کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تکمیل/ په پکتیا کی د نوی کابل بانک پر نمایندګی باندی د مهاجمانو برید

31 ثور 1396 ساعت 7:49

د شنبې په ورځ(د غویی ۳۰) له غرمې وروسته ۲:۳۰ دقیقې د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې پر کابل بانک ډله ییز برید رامنځته شو .


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت پېښه تائید کړې او وايي، چې لومړی یو برید ګر د بانک مخې ته ځانمرګی برید وکړ او نور بریدګر بانک ته وردننه شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې برید د ۵ بریدګرو په وژل کیدو د مازیګر پر څلورنیمې بجو پای ته رسیدلی دی.
د هغه په وینا؛ په دې برید کې د عامه محافظت دوه سرتېري وژل شوي، درې سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپیان دي.
د پکتیا عامې روغتیا سرپرست داکتر شیر محمد وایي، له دغه برید څخه د ګردېز ولایتي روغتون ته درې جسدونه او ۳۱ ټپیان وروړل شوې، چې په وینا یې ډېري قربانیان ملکي وګړي دي.
د برید پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخیستې.


د مطلب کود: 143288

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143288/تکمیل-په-پکتیا-کی-د-نوی-کابل-بانک-پر-نمایندګی-باندی-مهاجمانو-برید

آوا
  https://www.avapress.com