د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی، او دوه نور ټپيان دي، چارواکي وايي چې د ټپيانو حالت د ډاډ وړ دی.
کاپیسا کې دوه ماشومانو ماین چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ
27 ثور 1396 ساعت 9:24
د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی، او دوه نور ټپيان دي، چارواکي وايي چې د ټپيانو حالت د ډاډ وړ دی.
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی،
د کاپیسا ولایت سیمهييز چارواکو نن(چهارشنبې د غويي۲۷مه) وویل چې دوه ماشومان د سرک غاړې ماین چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.
د کاپيسا امنیه قومندان، محمدرزاق یعقوبي وايي چې چاودنه تېره ورځ غرمهمهال د نجراب ولسوالۍ په تپهدرې سیمه کې شوې ده.
دی وايي چې د ټپيانو حالت ښه دی او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه کومې ډله د ماینخښولو مسوؤلیت نه دی منلی.
د مطلب کود: 143047