کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پولیو ضد واکسین دوهمه پسرلنۍ دوره ټول افغانستان کې پیلېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 ثور 1396 ساعت 11:42


د عامې روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین دوهمه پسرلنۍ دوره نن په ټول افغانستان کې پیلېږي.

د صدای افغان خبری آژانس(آو)، یاد وزارت پرون په یوې اعلامیه کې وویل، په دې درې ورځنۍ دوره کې د ټول هېواد په سطحه نهه نیم میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې په کندهار، هلمند او کندز کې د ماشومانو د ګوزڼ درې پېښې ثبت شوي دي.

افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې لاهم په‌کې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.


د مطلب کود: 142937

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142937/د-پولیو-ضد-واکسین-دوهمه-پسرلنۍ-دوره-ټول-افغانستان-کې-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com