کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حکمتیار او جمعیت ګوندونو ترمنځ نښته د بدخشان په ولایت کی

24 ثور 1396 ساعت 14:32

داسلامی ګوند او جمعیت اسلامی د هوادارانو ترمنځ د نښتی له امله د بدخشان په ولایت کی دوه تنه وژل سوی او دری تنه نور ټپیان سوی دی.


د آوا د خبر له مخی، نعمت احمدی دبدخشان سیمه ایز خبرنګار ویلی دی چی د بهارک ولسوالی شهردار عبدالروف پوری مربوط کسان د جمعیت اسلامی څخه او د بهارک ولسوالی قوماندی قاری عبدالودود پوری مربوط کسان د اسلامی ګوند څخه د لفظی نښتی وروسته فزیکی نښته رامنځته سوی ده او په نتیجه کی د عبدالروف کسانو څخه دوه تنه وژل سوی او دری تنه نور ټپیان سوی دی.
تراوسه رسمی مقامات په دی اړه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 142875

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142875/د-حکمتیار-او-جمعیت-ګوندونو-ترمنځ-نښته-بدخشان-په-ولایت-کی

آوا
  https://www.avapress.com