کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې د طالبانو قومندان په ګډون د دې ډلې۸ غړي وژل شوي

20 ثور 1396 ساعت 15:52

امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو قومندان، فاري شېرشاه فرقاندوست له خپلو ۷ ملګرو سره وژل شوی دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، فاریاب ولایت کې د پوځي چارواکي څرګندوي چې د طالبانو قومندان، شېرشاه فرقاندوست په ګډون د دې ډلې ۸ غړي د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
دا چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو ۶ نور غړي ټپیان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو لومړۍ لوا قومندان، جنرال‎ جنت‎ګل کړوخېل وايي چې وسله‎والو ته د "نوید ۲" عملیاتو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې چې له یوې میاشتې راهیسې د فرایاب په پښتون‎کوټ کې دوام لري.
دی زیاتوي چې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو په مرسته د پښتون‎کوټ ولسوالۍ په آقدرې سیمه کې د طالبانو دوه مرکزونه له منځه‎وړل شوي او ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي همداراز د عملیاتو په ترڅ کې ملي اردو لومړۍ لوا سکرترړ، بریدمل محمد رومل هم وژل شوی دی.
ښاغلي فرقاندوست په دې اړه نور جزئیات ورنکړل.


د مطلب کود: 142647

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142647/فاریاب-کې-د-طالبانو-قومندان-په-ګډون-دې-ډلې۸-غړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com