کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکډوالو په ښارګوټوکې دتجارتي ساحو ابادول دکارموندنې په برخه کې مرسته کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 ثور 1396 ساعت 11:15


دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او ادراي معين انجنيراحمدولي حکمي دکډوالو په ښارګوټوکې دتجارتي ساحو دپلورلو په ناسته کې وويل چې د تجارتي ساحو ابادول مېشتو کډوالو سره دکارموندنې په برخه کې مرسته کوي.

دغه ناسته تېره ورځ غويي په ۱۹ دکډوالو چارو په وزارت کې دمالي او اداري معين په مشرۍ جوړه شوې وه،چې پکې دمالې ،کار او ټولنيزو چارو، سوداګرۍ،دکابل ښاروالۍ او داراضۍ مستقله ادارې استازو کډون درلود دسودارګريزو ساحو دپلورلو او مديريت په اړه پکې بحث او خبرې وشوې.

ديادې کمېټي تخنيکي ټيم به ډېرژر دمالي او اداري معين ترمشرۍ لاندې دکډوالو په ښارګوټوکې دتجارتي ساحودپلورلو راپور دوزيرانو شورا ته وړاندې کړي.


د مطلب کود: 142616

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142616/دکډوالو-په-ښارګوټوکې-دتجارتي-ساحو-ابادول-دکارموندنې-برخه-کې-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com