کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني: فساد سره د مبارزې د ادارو ډېروالی دغه مبارزه ټکنۍ کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 ثور 1396 ساعت 13:43


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د اداري فساد سره د مبارزې د ادارو ډېروالي د دغه پدیدې په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده.

ښاغلي غني د فساد د فرهنګ پرضد د اروپايې ټولنې درېیم کلني کانفرانس ته په خبرو کې وویل چې نړیواله ټولنه باید دې برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې پخوا له ګمرکونو پیسې ورکېدلې خو اوس په دې برخه کې کنټرول راغلی.

هغه وویل هغه تړنونه چې د يو لاسه بل لاس ته لوېږي فساد ته زمینه برابروي خو د دغه ستونزې د هواري لپاره يوه پالیسي جوړه شوې چې په پلي کېدو سره به یې ډېرې ستونزې هوارې شي.

ولسمشر غني دا هم وویل چې د فساد سره مبارزه یو دروند مسؤلیت دی او نړیواله ټولنه او همکار هېوادونه باید دې برخه کې افغانستان يوازې پرېنه ږدي.


د مطلب کود: 142500

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142500/غني-فساد-سره-د-مبارزې-ادارو-ډېروالی-دغه-مبارزه-ټکنۍ-کړې

آوا
  https://www.avapress.com