کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهارولایت په سپین بولدک ولسوالی کي د پاکستان اوافغان ځواکونو ترمڼځ جګره شوی دي

16 ثور 1396 ساعت 13:59

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پا کستان او افغان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د وروستۍ شخړې په تړاو دواړو هېوادونو اعتراض کړى دى.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، پاکستاني ځواکونو پرون د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ډېورنډ فرضي کرښې ته نېږدې پر افغان ځواکونو د سپکو او وسلو بریدونه کړې دي.
افغان حکومت ویلی، د کندهار د سپين بولدک او چمن ترمنځ په صفري سيمه کې پرونۍ نښته اول پاکستاني پوځيانو پيل کړه.
د جنوبي زون درستیزوال او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په دی اړه ویلی، پاکستان په دغه سیمه کې د سروې حق نه لري او له دوی یې غوښتي، چې خپل فعالیت بند کړي.
هغه وویل، پاکستاني لوري دغه څه ته پاملرنه نه کوله، چې د افغان ځواکونو له خوا د مخینوي په صورت کې پاکستاني ځواکونو د درندو او سپکو وسلو بریدونه پیل کړل.
رزاق زیاتیوی، چې افغان ځواکونو هم په متقابل برید لاس پورې کړې او په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. را پورنه وایی، دغه جګړه ۱۲ ساعته وغځېده چې په ترڅ کې یې ۳ افغانان شهیدان او ۱۱ پاکستاني ملېښه ځواکونه هم وژل شوي دي او دغه راز له دواړو خواوو نېږدې ۵۰ تنه ټپیان شوي.
د پرونۍ نښتې په تړاو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافير هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ته ورغوښتل شوى و.


د مطلب کود: 142351

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142351/کندهارولایت-په-سپین-بولدک-ولسوالی-کي-د-پاکستان-اوافغان-ځواکونو-ترمڼځ-جګره-شوی-دي

آوا
  https://www.avapress.com