افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې فضا ته د “جنوبي اسیا سپوږمکۍ” د لېږلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
غني فضا ته د جنوبي اسیا سپوږمکۍ لیږلو په اړه هند او غړو هېوادونو ته مبارکي ورکړه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 ثور 1396 ساعت 12:13
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې فضا ته د “جنوبي اسیا سپوږمکۍ” د لېږلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د صدای افغان خبری آژانس، ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د هند د فضايي څيړنو سازمان له خوا فضا ته د جنوبي اسیا سپوږمکۍ د لېږلو په خاطر دغه هېواد او ټولو غړو هېوادونو ته مبارکي ورکړه او دا یې د سیمهییزې همکارۍ په ډګر کې سترګام وباله.
په دغه کنفرانس کې د (هند، افغانستان، بنګلهدیش، بوتان، مالدیف، نیپال او سریلانکا) هېوادونو مشرانو ګډون درلود، یاد هېوادونه فضا پورې تړلې دغې سیمهییزې مخابراتي پروژې کې شریک دي.
د ارګ ماڼی په وینا، د “جنوبي اسیا سپوږمکۍ” هند فضا ته وتوغوله چي په دغې پروژې کې شاملو هېوادونو ته به د تلویزیوني نشراتو د خپرولو، د بانکدارۍ او الکترونیکي حکومتولۍ په برخو کې د مخابراتي ټکنالوجۍ د خدمتونو اسانتیاوې برابروي.
د مطلب کود: 142334