کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش ډلې د کابل د ځانمرګي برید پړه ومنله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 ثور 1396 ساعت 13:00


یاد ډلې ادعا کوي چې په دغه برید کې ۸ تنه امریکایي سرتیري وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، خو په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي، په دغه برید کې یواځې درې سرتیري ټپیان شوي او د هغوي روغتیایي حالت ښه دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

پیښه نن سهار د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند په مکروریان سیمه کې رامنځته شوه.

امنیتي چارواکي وایي، یوه ځانمرګي برید د بهرنیو ځواکونو قطار هغه مهال په نښه کړه کله چې دوي د تیریدو په حال کې وه.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش مخکې ویلي وو چې په دغه برید کې د بهرنیو ځواکونو موټرونه ویجاړ شوي خو دوی ته تلفات نه‌دي رسېدلي.


د مطلب کود: 142179

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142179/داعش-ډلې-د-کابل-ځانمرګي-برید-پړه-ومنله

آوا
  https://www.avapress.com