کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې ځانمرګي برید ۸ تنه وژلي او ۲۵ يې ټپيان کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 ثور 1396 ساعت 11:27


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار په نهمې امنیتي حوزې کې د ځانمرګي برید له امله ۸ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، برید د نهمې امنیتي حوزې د مکروریانو په سیمه کې د خورشید په نوم د یو هوټل مخې ته د سړک پر سر شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش امریکا غږ آشنا ته وویل "په خواشینۍ سره چې دغه برید تلفات لري، اته تنه شهیدان دي، پنځه ویشت ټپیان شوي ټول ملکي وګړي او غیرنظامیان دي."

هغه زیاته کړه، چې دغه برید د موټر بم په مټ ترسره شوی او موخه یې د بهرنیو ځواکونو د موټرو یو کاروان وو، چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

د ښاغلي دانش پر وینا په دې پیښه کې بهرنیو ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په یو بیان کې ویلي، چې نن سهار اته بجې یو ځانمرګي بریدګر د ایتلافي ځواکونو د موټرو یو کاروان، چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو، په نښه کړی دی.

د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند کپټان ویلیم سیلون ویلي، په دغه برید کې د ایتلافي ځواکونو درې منسوبین برسیرن ټپیان شوي، چې دا مهال د قاطع ملاتړ ماموریت په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

کپټان سیلون د ټپي شویو منسوبینو حالت ښه او له اندیښنې څخه بهر ښودلی دی.

له دغه برید وروسته افغان امنیتي ځواکونو د پیښې ځای ته ټولې غځیدلې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

لا تر اوسه د برید مسولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.


د مطلب کود: 142164

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142164/کابل-کې-ځانمرګي-برید-۸-تنه-وژلي-او-۲۵-يې-ټپيان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com