د کنر ولایت امنیتي چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه عملیات کې ۱۱ تنو وسله والو وژل شوي.
کنر ولایت کي ۱۱ تنو وسله والو وژل شوی دی
10 ثور 1396 ساعت 15:43
د کنر ولایت امنیتي چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه عملیات کې ۱۱ تنو وسله والو وژل شوي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د کنړ ولایت امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت په یاد برید په باره کی وایی، چې بې پیلوټه الوتکې د شنبه په ورځ سهار شاو خوا ۱۰ بجې دیاد ولایت د وټه پور ولسوالۍ په قلا قورو سیمه کې پر داعش وسله والو عملیات شوی دی.
د هغه په وینا، په یاد هوايي برید کې ۱۱ تنو وسله والو وژل شوي. خو یوشمیر داعشیانو د کنړ ولایت په یو شمېر نورو غرنیو سیمو کې هم د جلب او جذب مرکزونه تیاره کړی دی.
د مطلب کود: 141956