کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند کې یو افغان محصل د جنسي ازار او تهدید په تور نیول شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 ثور 1396 ساعت 11:13


د هند پولیسو پرون شنبه یو افغان محصل یوې ښځې ته دجنسي ازار او تهدید په تور ونیو.
د هندۍ ورځپاڼې «انډياټوډې» په وینا، دا افغان محصل ۲۵ کلن دی.
د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، پولیسو ویلي چې دې افغان د یوې زده کونکې ترځورولو وروسته هغې ته خبرداری ورکړی و چې تېزاب به ورباندې وپاشي.
تورن افغان د هند په لوېدیځ ایالت ګجرات کې د کرنې په انند پوهنتون کې محصل و .
پولیسو هغه د پوهنتون د یوې محصلې د شکایت پراساس نیولی دی.
د سیمې پولیسو ورځپاڼې ته ویلي چې په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت ته به معلومات ور واستوي.
د افغانستان سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 141916

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141916/هند-کې-یو-افغان-محصل-د-جنسي-ازار-او-تهدید-په-تور-نیول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com