کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت چې د سولې ټینګه اراده او صلاحیت لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 ثور 1396 ساعت 15:17


د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون د لاسلیک په اساس د حزب اسلامي د مشرګلبدین حکمتیار د راتګ هرکلی کوي.

د صدای افغان خبری آژانس، د افغانستان دولت او دحزب اسلامي تر منځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو بریالۍ پایلو او د ښاغلي ګلبدین حکمتیار راتګ دا وښودله چې افغانان په خپلو کې د شخړو او ستونزو د حل ظرفیت او دا توانایي لري چې د خبرو او مذاکراتو له لارې ستونزو ته سوله ییز او اساسي حل ولټوي.

هېواد ته د حزب اسلامي د مشرګلبدین حکمتیار راتګ به د سولې او ثبات د تامین، پرمختګ، انکشاف او نورو برخو کې پام وړ اغېز ولري، ځکه ښاغلی حکمتیار غواړي چې له حکومت سره په ګډه د امنیت او ثبات د تامین او انکشاف په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت چې د سولې ټینګه اراده او صلاحیت لري، د تل په څېر یو ځل بیا وسله والو مخالفینو او افغان طالبانو ته بلنه ورکوي چې د هېواد د ورانۍ، د خلکو د تباهۍ او د جنګ او خشونت پرځای دې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او د خپل هېواد د پرمختګ او د ولسونو د هوساینې لپاره دې له حکومت سره په ګډه کار وکړي.


د مطلب کود: 141868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141868/د-افغانستان-اسلامي-جمهوري-دولت-چې-سولې-ټینګه-اراده-او-صلاحیت-لري

آوا
  https://www.avapress.com