کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: ۲۰ داعش وسله وال چې اکثریت یې بهرنیان دي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 ثور 1396 ساعت 13:27


د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ تنه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال چې اکثریت یې بهریان دي د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ننګرهار ولایت مقام له خوا به خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د اچین ولسوالۍ په مامند درې او لته بند بازار سیمو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د حمزه په نوم پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د هوایي بریدونو له امله ۲۰ داعش وسله وال وژل شوي دي،چې اکثریت یې بهرنیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې برید کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی .

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت چارواکي تیره ورځ وویل، چې کې لږ تر لږه ۴۵ تنه داعش وسله وال د یاد ډلې د اړیکو مسوول قاريي نافظ په ګډون وژل شوي.


د مطلب کود: 141857

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141857/ننګرهار-۲۰-داعش-وسله-وال-چې-اکثریت-یې-بهرنیان-دي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com