کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ماشومانو ملاتړ اداره: هرو دریو ساعتونو کې یو افغان ماشوم د جګړې قُرباني کیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 ثور 1396 ساعت 13:22


د ماشومانو د ملاتړ ادارې سیف اف چلندرن، د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې په جګړو کې تر اولس فیصدو پورې د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندیښنه ښودلې ده.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، سیف اف چلدرن موسسې په یو بیان کې د ملګرو ملتونو د شمیرنو له مخې ویلي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې نږدې دوه سوه ماشومان وژل شوي او دوه سوه پنځوس نور ټپیان شوي دي.

د سیف اف چلندرن موسسېپه افغانستان کې ښکیلې خواوې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د کچې په زیاتیدو کې مسولې ګڼلي دي.

په دې بیان کې افغانستان لپاره د دې موسسې رئیس پال بارکر د افغان ماشومانو مرګ ژوبلې ته په کتنې ویلي، چې د دغو شمیرنو له مخې په هرو دریو ساعتونو کې یو ماشوم په دغه هیواد کې د جګړې قرباني کیږي.

ښاغلي بارکر وویل "خپرې شوې شمیرنې د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ډیر زیات لوړوالی ښيي، چې دا واقعآ ټکانوونکې شمیرنې دي، په ځانګړي ډول په جګړو کې د ماشومانو وژل کیدل او دا په دې معنی دی، چې په هرو دریو ساعتونو کې یو ماشوم د جګړې قرباني کیږي".

د افغانستان لپاره د دې موسسې رئیس پال بارکر وایي، چې ماشومان تل په افغانستان کې د جګړې قربانیان وو او له بیلابیلو لارو یې زیان لیدلی دی، چې دا کار دې ادارې ته د قبول وړ نه دي.

ښاغلي بارکر وویل "په جګړه کې د ښکیلو خواوو څخه مو غوښتنه داده چې په خپل ټول قوت او په هرډول شرایطو کې او په ځانګړي ډول د جنګ په حالت کې د ماشومانو د ساتنې لپاره هڅې وکړي، ماشومان باید زدکړې وکړي نه دا چې خپل ژوند له لاسه ورکړي".

د ملګرو ملتونو راپور له مخې د روان عیسوي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۱۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي چې ۲۱۰ یې ماشومان دي او ۱۴۶۶ نور چې په دې موده کې ټپيان شوي دي، ۵۲۵ یې ماشومان دي.


د مطلب کود: 141856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141856/ماشومانو-ملاتړ-اداره-هرو-دریو-ساعتونو-کې-یو-افغان-ماشوم-د-جګړې-ق-رباني-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com