کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په وردګو کی چارواکي د وسلوالو طالبانو د یوه قومندان له وژلو خبر ورکوي

7 ثور 1396 ساعت 14:05


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د میدان وردګو والي دفتر وايي، په چک او دایمیرداد ولسوالیو کي د وسلوالو طالبانو د ځانمرګو پروګرامونو مشر ملا حبیب الله، چې په ذاکر مشهور و؛ تېر ماښام د دغه ولایت د چک ولسوالۍ د ګوډه په سیمه کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کی وژل شوی دی.
سرچینه وايي، ملا ذاکر له څو کلونو را په دیخوا د دولت ضد فعالیتونه درلودل، چې له وژل کیدو سره به یې د طالبانو فعالتونه په اړوند سیمه کې کمزوري شي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 141742

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141742/په-وردګو-کی-چارواکي-د-وسلوالو-طالبانو-یوه-قومندان-له-وژلو-خبر-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com