کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار ولایت کي نامعلوم کسانو ډزکړی دی

5 ثور 1396 ساعت 16:47

د ننګرهار ولایت چارواکی ویلی ، نا معلوم کسانو په دی ولایت کې یو پخوانی جهادي قوماندان په ډزو وژلی‎.


د افغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی په دی اړه وای، پیښه تیره شپه نامعلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې کړی دی.
هغه ویلی، پرون د یاد ولایت د ښېوې ولسوالۍ د کوز کنړ په عبدالخېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغه ویلی وژل شوی قوماندان بهرام نومېږي، چې اصل د لغمان ولایت اوسېدونکی او دا مهال په یاد ولایت کې اوسېده.
سرچنیو وای، په دغه برید کي د سنګر په نامه د هغه یو ملګری ټپي شوی دی.
خو تروسه د دغه برید مسولیت چا پر غاره نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 141635

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141635/ننګرهار-ولایت-کي-نامعلوم-کسانو-ډزکړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com