کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهارولایت کي ۳۷ تنو وسله والو وژل شوی دی

4 ثور 1396 ساعت 16:39

د ننګرهار ولایت چارواکی ویلی، په دی ولایت کې بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو کړی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت چارواکي وایی، چې دغه برید پرون په ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ رامنځ ټه شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی په دی اړه رسنیو ټه وویل، د حمزه په نوم د پیل شویو عملیاتو په لړکې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ کې هوايي عملیات شوی دی.
سرچنیو زیاتیوی، چې د یاد عملیاتو په ترڅ کې د بهرنیانو په شمول ۳۷ تنو داعشیان وژل شوي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو هم په خپره شوې خبرپاڼه ویلی دی، د دی بریدکی د وسله والو داعشیانو ۳۷ تنو وسله والو وژل شوی او د هغوی یو شمېر وسلې هم له منځه تللې دي.
خو تر اوسه وسله والو داعشیانو په دی اړه رسنیو ټه څه ندی ویلی.


د مطلب کود: 141578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141578/ننګرهارولایت-کي-۳۷-تنو-وسله-والو-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com