کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار ولایت کي دری فابریکي له منځه وړدی

3 ثور 1396 ساعت 15:58

افغان ځواکونو په ختیځ ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د تولید او پروسس ۳ فابریکې له منځه وړې دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه که ویلی، افغان امنیتی ځانګړو ځواکونو پرون د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې برید تر سره کړي دي.
خبر پانه وای، چې افغان امنیتی ځانګړو ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ په برکلي کې د نشه يي توکو په کارځایونو عملیات کړی او ۳ کارخانې یې له منځه وړې دي.
سرچنیو زیاتیوی، چې د یاد کارخانو د لمنځه وړولو تر څنګ ۶۳۰۰ کیلوګرامه مورفین، ۴۰۰ کلیوګرامه امونیم کلوراید او ۳۰ کلیوګرامه چونه چې د نشه يي توکو د تولید په برخه کې کارېدله کشف او تر لاسه شوې ده.


د مطلب کود: 141510

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141510/ننګرهار-ولایت-کي-دری-فابریکي-له-منځه-وړدی

آوا
  https://www.avapress.com