کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ارزګان کې ۳۸ کرنیزې شنې خونې جوړې شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1396 ساعت 10:28


کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت لخوا په ارزګان ولایت کې ۳۸ کرنیزې شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، یاده هره یوه کرینزه شنه خونه د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۶ متره پراخوالي او ۱۲ متره اوږدوالي په مساحت سره د هندوستان هیواد په مالي ملاتړ په ټولیز ډول سره د ۹.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو شنو خونو څخه ګټه اخیستونکي به تر ټولوښه حاصل تر لاسه کړي او د هر موسم حاصلاتو لاسته راغلي عواید یې ۲۰ زره افغانیو ته رسیږي.
همدا راز ددې شنو خونو په خاوندانو باندې د ارزګان ولایت دکرنې ادارې لخوا یوه اندازه د سبزیجاتو اصلاح شوی تخمونه، کرنیز وسایل، نباتي درمل او کیمیاوي سره هم ویشل شوي دي.
د نوموړو کرنیزو شنو خونو له جوړیدو څخه اصلي موخه د یادو کروندګرو څخه ملاتړ او د هغوی د اقتصادي حالت ښووالي یاد شوي دی.
بله خوا په پام کې ده، چې د روان کال په لړ کې، په ارزګان ولایت کې ۳۷ نورې وړې او لویې شنې کرنیزې خونې هم جوړې شي.
د یوه بل خبر په اساس د ارزګان د کرنې ادارې لخوا په ۵۰۰ د کرنې شغل لرونکو ښځو ۲۸۰ کیلو ګرامه د سبزیجاتو اصلاح شوي تخمونه هم ویشل شوي دي.


د مطلب کود: 141462

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141462/په-ارزګان-کې-۳۸-کرنیزې-شنې-خونې-جوړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com