کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فرانسې پولیسو یو تن نیولی چې په چاړه یې خلک وېرول او ګواښل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1396 ساعت 10:15


د فرانسې پولیسو پرون شنبه یو سړی چې د پاریس د رېل ګاډي په تم‎ځای کې یې چاړه په لاس کې وه، خلک یې وېرول او پولیس یې ګواښل نیولی دی. په پېښه کې چاته زیان نه‎دی رسېدلی.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا9)، دا په‎داسې حال کې ده چې په فرانسه کې نن د جمهوري ریاست ټاکنې کېږي.

په پاریس کې د پنجشنبې په ورځ یوه وسله‎وال سړي پر یوه پولیس ډزې وکړې او ویې وژل.

د حملې مسؤلیت د اسلامي دولت په نوم وسله‎والې ډلې یا داعش واخېست.

په فرانسه کې دوه کاله وړاندې په یولړ وسله‎والو حملو کې ۲۳۹ تنه ووژل شول.

په‎دې هېواد کې له هغه راهیسې، د بېړني حالت اعلان پرځای پاتې دی.


د مطلب کود: 141458

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141458/د-فرانسې-پولیسو-یو-تن-نیولی-چې-په-چاړه-یې-خلک-وېرول-او-ګواښل

آوا
  https://www.avapress.com