کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاپي د لاری او امنیتي طرحې لومړي کارونه پیل شول

31 حمل 1396 ساعت 11:11

د کانونو وزارت چارواکي وايي چې په هېواد کې د ټاپي پروژې د لارې د څرنګوالي او امنیتي طرحې لومړي کارونه پیل شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د کانونو وزارت ویاند ذبیح الله سروري وویل چې د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره کارونه ډېر پڅ پر مخ ځي.
هغه زیاته کړه:«حکومت په دې برخه کې کار کړی او موږ هیله لرو چې زموږ پروګرامونه د تاپي پروژې د عملي کېدو په برخه کې د هغه له مهال وېش سره سم په مخ ولاړ شي.»
که‎څه هم د کانونو وزارت وايي چې د دغې پروژې د امنیت د ټینګښت طرحه د امنیتي بنسټونو په مرسته جوړه شوې،خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه په هغو برخو کې چې شونې ده دغه نل لیکې وغځول شي د ناامنیو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي په دې برخه کې د حکومت کړنې بسندویه نه بولي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وویل:«ښايي د تاپي پروژې د عملي کېدو لپاره پروګرامونه د حکومت د پروګرامونو په لومړيتوب کې وي،خو لیدل کېږي چې حکومت په ډېریو نور مسایلو بوخت دی او دغه سترې اقتصادي پروژې هېرې شوې دي.»


د مطلب کود: 141322

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141322/د-ټاپي-لاری-او-امنیتي-طرحې-لومړي-کارونه-پیل-شول

آوا
  https://www.avapress.com