کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محمد آصف صدیقی:

حامد کرزی پخپله د امریکا لاسپوڅی و او له امکاناتو یې ګټه پورته کړې

28 حمل 1396 ساعت 9:26

د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال وایي، چې حامد کرزی پخپله د امریکا لاسپوڅی و او د هغه هېواد له ټولو امکاناتو حتا له ساتونکیو یې هم ګټه پورته کړې ده.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، حامد کرزي د اچین په ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د ستر بم استعمال ته توند غبرګون وښود؛ خو د هغه دا دریځ په مشرانو جرګه کې له نیوکو سره مخ شو.
د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال محمد آصف صدیقي په اچین ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د ستر بم استعمال ته د حامد کرزي د څرګندونو په غبرګون کې په ډاګه کړې، چې ولې یې په هغه مهال کې د امریکا پر وړاندې توند دریځ ونه نیوه، چې د هغه هېواد په الوتکه کې د واکمنۍ لپاره راولیږدول شو؟
د هغه په وینا، اوس د حامد کرزي شخصي غوښتنې مطرح شوي او غواړي ځان رښتینی مشر او ملي وښيي.
د مشرانو جرګې غړی داوود غفاري وایي، چې اوسنی حکومت پخپله کرزي بې ثباته کړی او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې سلګونه طالب زندانیان خوشې کړي، چې نن د حکومت او خلکو په وړاندې جنګیږي.
دغه راز په کابل کې معترضانو د امریکا لخوا د ستر بم استعمال خپلو حریفانو ته د زور ښودلو هڅه وګڼله.
د افغانستان د ملي پیوستون ګوند ویانده سیلۍ غفار هم د حامد کرزي دې څرګندونو په غصه کړې او وایي؛ حامد کرزی دې پوه شي، نور خلک غولولی نشي.
د هغې په وینا؛ همدا کرزی و، چې امریکایانو راوست او اوس غواړی خلکو ته ځان د امریکایانو د دښمن په توګه څرګند
کړي. د سیاسي چارو کارپوه عبدالحمید صفوت په دې باور دی، چې حامد کرزی له دې لارې غواړي راتلونکیو ټاکنو ته لار اواره کړي.
د شنبې په ورځ حامد کرزي په اچین ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د ستر بم پر کارولو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ملي وحدت حکومت مشران د خلکو استازي نه دي او غواړي، چې امریکا له خپل هېواد وباسي.


د مطلب کود: 141102

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141102/حامد-کرزی-پخپله-د-امریکا-لاسپوڅی-او-له-امکاناتو-یې-ګټه-پورته-کړې

آوا
  https://www.avapress.com