په پام کې ده نن په کابل کې د اعصابو د جراحۍ يو تخصصي روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د عامې روغتيا وزارت وايي، دغه روغتون د څلورو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوى دى.
په دغه وزارت کې د روغتونونو د معياري کولو د امريت مسوولې ډاکټرې ماموسي زېور وويل، دغه روغتون به نور خدمات هم وړاندې کوي:
"دلته به هغه ناروغان تداوي کېږي چې د ملا درد لري او په نورو ځايونو کې يې عمليات نه شي کېدلاى، يا په ملا کې تومورونه لري؛ يا هم که د ټکرونو په نتيجه کې يې سر کسرونه کړي وي او په نورو ځايونو کې يې تداوي ممکنه نه وي، دلته به يې درملنه کېږي."
مېرمن زېور زياته کړه، دغه روغتون ٣٠ بسترونه، عمليات-خونه، عاجله څانګه او د جدي څارنې برخه لري.
د روغتيا وزارت وايي د دې روغتون لګښت د ”زايد بن سلطان آل نهيان“ خيريه موسسې له خوا ورکړل شوى دى.