کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کی د څو دینی عالمانو نیونی څخه د سنا مجلس اعتراض

23 حمل 1396 ساعت 10:22

د هیواد امنیتی ځواکونه څو ورځی مخکی په ننګرهار کی څو دینی عالمان نیولی دی.
د سنا مجلس رئیس د څو دینی عالمانو د نیونی څخه په ننګرهار کی د امنیتی ځواکونو له خوا اعتراض وکړ.


د آوا د خبرله مخی، د هیواد امنیتی ځواکونه څو ورځی مخکی په ننګرهار ولایت کی څو دینی عالمان نیولی دی او بندی کړی دی.
عطاالله خوګیانی، د ننګرهار والی ویاند وویل ددی ولایت ملی امنیت اداری ځواکونه د تعلیم القران په نامه یو دینی مدرسی ته چی د نارنج باغ په سیمه کی دی وارد سوی دی او ددی دینی مدرسی دوه استادان د مولوی سردار ولی او مولوی احمد شاه په نامه نیولی دی او د ځان سره وړي دی.
په دی حال کی مسلمیار د سنا مجلس رئیس د ننۍ په ناسته کی دی نیونو څخه په نیوکو سره وویل: په ننګرهار کی د علماوو د نیونو څخه سخت متاثره یم. نیول سوی علما د حکومت ملاتړ کوونکی دی او هر وخت د پاکستان په وړاندی موضع نیولی دی.
ښاغلی مسلمیار ټینګار کړی دی: باید علما په بیلابیلو او بی ځایه خبرو په اساس بی ځایه زجر وړنه کړل سی.
د هغه په وینا، حکومت باید هر څه ژیر د ننګرهار ولایت جید علما په آزادولو باندی اقدام وکړی.
تراوسه مشخصه نه دی چی دا دینی علما د څه لپاره نیول سوی دی خو ددی نه مخکی ځینی دینی علما په دی باندی تورن وو چی د تروریستانو سره لاس لری او زده کوونکی په دی باندی هڅوی چی د مسلح مخالفانو سره یوځای سی.
خو رادیو دری ګزارش ورکړی دی چی مولوی سردار ولی چی د جلال آباد ښار په بیلابیلو مساجدو کی د قرآن شریف تفسیر او ترجمی دوری هم لری په تیر کال کی د افغان مستقر خاص ځواکونو په واسطه د جلال آباد په سیمه کی نیول سوی وو او بیرته آزاد سوی وو.
ویل کیږی چی تیرکال د مولوی احمدشاه د وړونو څخه یو د دوو کسانو په واسطه چی پر موتر سایکل باندی سپاره وو د جلال آباد ښار په داخل کی په قتل رسیدلی دی.


د مطلب کود: 140761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140761/په-ننګرهار-کی-د-څو-دینی-عالمانو-نیونی-څخه-سنا-مجلس-اعتراض

آوا
  https://www.avapress.com