د پامیر ۲۰مې فرقې درستیزوال، بریدجنرال سید قربان موسوي ویلي دي چې په کندز ولایت کې د غوڅ ملاتړ هوايي برید په پایله کې ۱۲ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
کندز کې بېپیلوټه الوتکې برید کې د ۱۲ طالب وسلهوالو وژل کېدل
21 حمل 1396 ساعت 10:31
د پامیر ۲۰مې فرقې درستیزوال، بریدجنرال سید قربان موسوي ویلي دي چې په کندز ولایت کې د غوڅ ملاتړ هوايي برید په پایله کې ۱۲ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی،
ښاغلي موسوي څرګنده کړه، په دې برید کې ۶ بهرني ترهګر او د کندز ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي، اسدالله مظلومیار هم وژل شوي دي.
ده زیاته کړې ده چې شنبې( د وري۱۹مه) وروسته له غرمې یوې بېپیلوټې الوتکې د کندز پر دشتارچي ولسوالۍ برید وکړ چې په پایله کې یې یاد شمېر وسلهوال ووژل شول.
ښاغلي موسوي څرګنده کړه، په دې برید کې ۶ بهرني ترهګر او د کندز ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي، اسدالله مظلومیار هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 140647