کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان: په هوایي برید کې ۲۵ وسله وال او له چاودیدونکو توکو ډک موټر له منځه یوړل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 حمل 1396 ساعت 15:00


افغانستان په سویل ارزګا ولایت کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وسله وال د یوه هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا),د ملي دفاع له خوا په خپرې شوې بیان کې راغلي، چې په دغه هوایي برید کې له چاودیدونکو تو ډک موټر هم له يوړل شوی دی.

ملي دفاع وزارت وایي “د ارزګان ولایت مرکز ترینکوت په اړوند سیمه کې ۲۵ تنه طالب تروریستان وژل شوي او د چاودیدونکو توکو نه ډک یو صرف موټر له منځه وړل شوی.”

ارزګان د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

په همدې حال کې ملي دفاع وزارت وایي، د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۷ تنه تپیان او د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي .

د ملي دفاع وزارت په وینا، د پکتیکا ولایت مرکز په اړوند سیمه کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان او د زابل ولایت د شاه جوی په ولسوالۍ کې یو تن وسله وال ترهګر وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي .


د مطلب کود: 140419

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140419/ارزګان-په-هوایي-برید-کې-۲۵-وسله-وال-او-له-چاودیدونکو-توکو-ډک-موټر-منځه-یوړل-شول

آوا
  https://www.avapress.com