د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی،
د احرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وايي:«د سعودي عربستان هېواد پر نورو اسلامي هېوادونو د یوه اغېزمن هېواد په توګه د افغانستان د جګړې په اړه یې دریځ یې ډېر مهم دی او دا چې د دین عالمان د افغانستان د جګړې په اړه خپل لیدلوري صادروي زموږ لپاره ډېر مهم دی.»
له دې سره سره د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان د جګړې د برخلیک په اړه دغه غونډه ډېره مهمه بولي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وویل:«په دغې غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمان له خوا د افغانستان د جګړې ناروا والی مطرح کېږي او موږ د دغې غونډې په دقیقې نېټې کار کوو.»
په اوسنۍ جګړه کې د ترهګرو د اسلامي ضد کړنو په اړه دغه سازمان ته د افغانستان لخوا د مهمو سندونو وړاندې کول یوه مهمه غوښتنه ده.
د ولسي جرګې غړي محمد عبده په دې اړه څرګنده کړه:«په دغه کنفرانس کې د دین د عالمانو فتوا ډېره مهمه ده او افغان حکومت باید له اسنادو او ډېرو شواهدو سره په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.»
د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ غړي لري.
په داسې حال کې چې دغه سازمان مالي او نور ډېر ظرفیتونه لري، خو تراوسه نه دی توانېدلی چې په اسلامي هېوادونو کې د جګړو په اړه اغېزمنې پرېکړې وکړي.