کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کی د یو لوی تروریستی برید څخه مخنیوي

17 حمل 1396 ساعت 9:53

ملی امنیتی ځواکونه په کابل کی د یو لوی تروریستی برید د ترسره کیدو څخه مخنیوی وکړ.


د افغان غږ(آوا) د خبرله مخی، حقانی تروریسته ډله قصد درلودی چی په کابل کی یو غیری دولتی تاسیسات تر هدف لاندی ونیسی چی دا برنامه د ملی امنیت د عمومی ریاست د موظفینو له خوا کشف سو.
د ملی امنیت په یوه خبری بیانیه کی راغلی دی چی ددی برنامی د خنثی کولو په هدف او د کابل ده سبز ولسوالی کی د عملیات په موقع، د محمد قاسم په نامه یو کس کور څخه چی د عبدالمالک زوی دی او حقانی شبکی پوری مربوط دی، یو انتحاری واسکت، ۲۱ کیلو ګرامه چاودیدونکی توکی، ۱۵ دستی بومونه او یو اندازه تخنیکی وسایل د چاودیدونکی برید لپاره، د موتر د دوو جعلی نمبر پلیتونو سره، لاس ته راغلی دی.
دا په داسی حال کده چی تیره ورځ هم یو انتحاری کوونکی د شرنه په ښار کی چی د پکتیکا ولایت مرکز دی د ملی امنیت ځواکونو له خوا کشف سوی او د پښو څخه وغورځول سو.


د مطلب کود: 140369

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140369/په-کابل-کی-د-یو-لوی-تروریستی-برید-څخه-مخنیوي

آوا
  https://www.avapress.com