کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برېښنايي پېژندپاڼو د ویش لپاره د تخنیکي او عملیاتي کارکوونکو د ګمارنې لړۍ پيلیږي

د افغان غږ(آوا) آژآنس , 15 حمل 1396 ساعت 14:17


د نفوسو د ثبت او احوالو قانون او د جمهوري ریاست د عالي مقام د لار ښوونې پر بنسټ د برېښنايي پېژندپاڼو د ویش لپاره د تخنیکي او عملیاتي کارکوونکو د ګمارنې لړۍ پيلیږي.

د صدای افغان خبری آژانس، په کره، روڼ او مسلکي ډول د وګړو د نفوس ثبتول او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ملي پروګرام پيلول د افغانستان اسلامي جمهوریت له لومړیتوبونو څخه دي. دا ملي پروسه د افغانستان د پراختیايي، اقتصادي او ټولنیزو پروسو بنسټ جوړوي او د هېواد په سوکالۍ او ثبات کې مهم رول لوبوي.

په همدې حال کې د روڼتیا، بیطرفۍ او اهلیت په پام کې نیولو سره د کارکونکو ګمارنه د حکومت ژمنه او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مکلفیت دی. د برېښنايي پېژندپاڼو د کارکونکو د ګمارنې کمېټه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي چې د الکټرونیکي پيژند پاڼو د ویش اداره، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، چارو اداره او د ښځو چارو وزارت یې غړیتوب لري.
ټاکل شوې چې د برېښنايي پېژندپاڼو د ویش لړۍ د چټکتیا په موخه په پيل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون په ډله ییزه توګه د ۴۹۲ بستونو د ډکولو لړۍ پيل کړي.

د مدني ټولنې استازي (د مدني فعالانو ګډه کاري ډله)، د افغان میرمنو شبکه او رسنۍ به د ټاکل شوې کمېټې د ډله ییزې ازموینې څارنه وکړي.

د یادونې وړ ده، هغو پخوانيو کارکونکو ته، چې په ۱۳۹۱م کال کې د عمومي ازموینې له لارې د برېښنايي پېژندپاڼو د ویش اداره کې ګمارل شوي وو، د دوی پر تجربو او مهارتونو د مخکنۍ پانګونې پر بنسټ او د الکټرونیکي پیژند پاڼو ادارې د پروژه یي کارکوونکو د طرزالعمل د ۸مې مادې له مخې لومړيتوب ورکول کېږي.


د مطلب کود: 140265

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140265/د-برېښنايي-پېژندپاڼو-ویش-لپاره-تخنیکي-او-عملیاتي-کارکوونکو-ګمارنې-لړۍ-پيلیږي

آوا
  https://www.avapress.com