کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو ادعا:

د افغانستان ۴۰۰ ولسوالیو څخه ۳۴۹ یی د طالبانو تر پوشش لاندی دی

10 حمل 1396 ساعت 9:46

د لانګ وار ژورنال خپرونه په یو ګزارش سره د طالبانو څخه یو نقشه لاسته راوړی دی چی دا ډله خپل ټول هغه ساحی په کی مشخص کړی دی چی تر نفوذ او کنترول لاندی یی دی.


د افغان غږ(آوا) خبرګزاری مانیتورینګ څخه په ګزارش سره، په دی نقشه او ګزارش کی، طالبان ویلی دی چی د افغانستان ۴۰۰ ولسوالیو څخه، ۳۴۹ ولسوالی تر خپل پوشش لاندی لری.
دا ګزارش او طالبانو نقشه د مارچ په ۲۶ تاریخ خپور سوی دی.
د لانګ وار ژورنال په ګزارش سره، طالبان په خپل ګزارش کی ادعا کړی دی چی ۳۴ ولسوالی د هغه د مرکز په شمول، په کامل توګه په اختیار کی لری. دا ډله ادعا کړی چی د ۱۶۷ ولسوالیو ۴۰ څخه تر ۹۹ سلنه پوری هم تر کنترول لاندی لری. طالبان ویلی دی چی په ۸۹ ولسوالیو کی حضور لری.
د ولایاتو په اړه طالبان خپل ګزارش کی ویلی دی چی د ۳۴ ولایتونو څخه، ۱۶ ولایتونه خپل تصرف کی لری او دهغوی حضور ۱۰ سلنه په میمنه ښار کی، او ترینکوت کی ۹۷ سلنی ته رسیږی.


د مطلب کود: 139965

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139965/د-افغانستان-۴۰۰-ولسوالیو-څخه-۳۴۹-یی-طالبانو-تر-پوشش-لاندی-دی

آوا
  https://www.avapress.com