کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دیورند پر کرښه د کټارو او اغزن تار لګول ګټه نلري

8 حمل 1396 ساعت 10:21

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان حکومت د دیورند کرښې په اوږدو کې هر ډول اقدام، چې د دواړو حکومتونو له هوکړې پرته ترسره شي، ناموثره، بیکاره، نه عملي کیدونکی او بې پایلې بولي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د دغه وزرات مرستیال ویاند خیرالله آزاد وایي؛ د افغانستان حکومت له پاکستان څخه غواړي، چې دیورند کرښې ته په څیرمه سیمه کې هر اقدام باید له افغان حکومت سره په هوکړه کې وشي.
د نوموړي په وینا؛ پاکستان په دې اړه د افغانستان له حکومت سره خبرې ندي کړي.
له همدې کبله له پاکستان څخه د افغان حکومت غوښتنه دا ده؛ هر ډول اقدام، چې کوي باید د افغانستان د حکومت په هوکړه یې وکړي.
پاکستان تېره ورځ په ډاګه کړې وه؛ له افغانستان سره يې پر ديورند کرښې، چې ویل کیږي یاغیان له پولي اوړلي او بریدونه ترسره کوي د اغزن تار لگول پیل کړي دي.
دا اقدام به له پاکستان سره د افغانستان اړیکې نورې هم خړې پړې کړي، چې د استعماري عصر سرحد یې هیڅ کله ندی منلی.


د مطلب کود: 139840

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139840/د-دیورند-پر-کرښه-کټارو-او-اغزن-تار-لګول-ګټه-نلري

آوا
  https://www.avapress.com