کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې له اداري فساد سره د مبارزې پر چارو نیوکه کړې

7 حمل 1396 ساعت 9:51

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي، چې د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه تر ټولو فاسد دي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د وسلوالو طالبانو له واکمنۍ را پدیخوا اداري فساد د افغان حکومتونو پرلمن تور داغ پاتې شوی دی. نړیوالې څېړونکې ادارې یو پر بل پسې د افغانستان په ادارو کې د اداري فساد په اړه رپوتونه خپروي.
د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش له اندېښنو وروسته په کابل کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل میلبن هم ویلي، چې د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه تر ټولو فاسد دي.
د نوموړي په وینا؛ دا روښانه ده، چې اصلاحات کراره او اداري فساد مخ په بره روان دی.
هغه زیاته کړې، چې عدلي او قضايي ارګانونه تر ټولو له فساده په ډک حالت کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د عدلیې وزارت مسوولین که څه هم دغه رپوت او اندېښنې بیځایه ګڼي؛ خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې اداري فساد په ټولو حکومتي ادارو کې زیات شوی دی.
د ولسي جرګې غړی سید محمد حسن شریف هم مني، چې په حکومتي ادارو کې فساد شته دی.
د عدلیې وزارت مسوولین وايي، چې حکومت له اداري فساد سره جدي مبارزې ته ژمن دی.
د عدلیې وزارت ویاند امین ریاضت وایي، چې د فساد په وړاندې د مبارزې عزم او اراده شته او ترې سترګې پټولی هم نشو.
د افغانستان د بیا رغونې د څارنې امریکايي مفتش جان سپکو ویلي، چې له فساد سره د مبارزې له هڅو سره سره اوس هم نوي په سلو کې افغانان فکر کوي، چې په ورځنيو چارو کې له اداري فساد څخه کړیږي.
د سیګار د معلوماتو له مخې؛ په تېرو دوه کلونو کې ادارې فساد نه یوازې دا، چې کم شوی نه دی، بلکې ډېر شوی هم دی.


د مطلب کود: 139783

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139783/اروپايي-ټولنې-له-اداري-فساد-سره-د-مبارزې-پر-چارو-نیوکه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com