ننګرهار چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د وسله والو په یوه برید کې دوه ولسي وګړو په ګډون ۵ تنو امنیتی پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار ولایت کي پریوۍ امنیتی پوستی برید شوی دي
6 حمل 1396 ساعت 15:24
ننګرهار چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د وسله والو په یوه برید کې دوه ولسي وګړو په ګډون ۵ تنو امنیتی پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، دغه پېښه پرون د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د هډې فارم يا نجم الدين اخندزاده په ۴لارې کې ترسره شوی دی.
د یاد ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی په دی اړه ویلی، وسله والو په ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالی کې د کانال ټولي اړوند پر یوې امنیتي پولیس پوستې برید کړی.
خو تر اوسه کومۍ وسله والی په دی اړه څه ندی ویلی.
د مطلب کود: 139759