کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جمهور رئیس غني په مشرۍ غونډې د برېښنایي تذکرو د وېش پلان په پرنسیپ کې تائید کړ

1 حمل 1396 ساعت 20:37

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د برېښنایي تذکرو د وېش په اړه د تیاري غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.


په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین طارق شاه بهرامي، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي محمد اکرم خپلواک او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې (برېښنایي تذکرې)رهبري پلاوي حضور درلود.
په پیل کې د جمهور رئیس سلاکار رفیع الدین ملکزي او د برېښنایي تذکرې د وېش ادارې عمومي رئیس همایون محتاط د برېښنایي تذکرو د وېش لپاره د تخنیکي تیاریو په اړه خپل پلان غونډې ته وړاندې کړ.


د مطلب کود: 139589

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139589/د-جمهور-رئیس-غني-په-مشرۍ-غونډې-برېښنایي-تذکرو-وېش-پلان-پرنسیپ-کې-تائید-کړ

آوا
  https://www.avapress.com