پکتیاچارواکي ویلی، چې په یاد ولایت کې د بهرنیو ځواکونو بېپيلوټه الوتکې د برید په پایله کي لس تنو وسله والو وژل شوی دی.
پکتیا ولایت کي ۱۰تنو وسله والو وژل شوی دي
1 حمل 1396 ساعت 19:35
پکتیاچارواکي ویلی، چې په یاد ولایت کې د بهرنیو ځواکونو بېپيلوټه الوتکې د برید په پایله کي لس تنو وسله والو وژل شوی دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، پرون ددی ولایت د پټان مقبولو په نري کنډو سیمه کې په هوايي برید کې ۱۰ تنو وسله والو طالبان وژل شوي.
د پکتیا والي زلمی ویسا په دی اړه رسنیو ته وایی، چې دا حمله ددی ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په اړوندو سیموکې تر سره شوی دی.
سرچینو زیاتیوی، په دی برید کي دوه تنو وسله والو هم ټپیان شوي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه ندی ویلی.
د مطلب کود: 139580