دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 139520
د انتخاباتو مستقل کمیسیون د کارمندانو هویت کارتونه باطل سو
د انتخاباتو د مستقل کمیسیون دارالانشا ننۍ ناستی د فیصلی په اساس د کارمندانو کارتونه او ددی کمیسیون وسایطو کارتونه د اعتبار درجی څخه ساقط سو.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، په دی ناسته کی چی د محمد وریماچ د کمیسیون دارالانشا رئیس په مشري جوړ سو، د انتخاباتو کمیسیون کارمندانو او وسایطو کارتونه چی ۱۳۹۵ کال او مخکی ویشل سوی وو، د نن څخه (۲۸) حوت ۱۳۹۵ څخه وروسته د اعتبار څخه ساقط دی.
دا تصمیم د انتخاباتو د مستقل کمیسیون د دارالانشا له لوری د شه امنیتی تدابیرو لپاره ونیول سو.
دارالانشا مکلفه دی د امنیتی بخش سره د مرستی لپاره او د ګټی اخیستنی څخه د مخنیوی لپاره، خپل کارمندانو کارتونه تجدید او په دی طریق سره امنیتی پروسی پرمختګونه تسهیل کړی. نو د همدی لپاره موضوع د عامه پوهاوی لپاره رسنیو سره شریک سو.
https://avapress.com/vdcf01dyxw6dmta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته