دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 139516
د«تشویق»یاپه دولتي بنسټونو کې دکارکوونکو دګمارلو په پروګرام نیوکه
د چارو ادارې پخوانی رییس صادق مدبر د «تشویق» یا د دولتي بنسټونو لپاره د کارکوونکو د ګمارلو پروګرام ناقانونه،د اداري اصلاحاتو له کمېسیون او سي بي ار پروګرام سره په ټکر کې او همدارنګه له ویزرانو او خپلواکو بنسټونو له رییسانو د واک اخیستل بولي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، دغه پروګرام کابو پنځه میاشتې وړاندې په رسمي توګه په کار پیل وکړ چې آن ولسمشر او د هغه مېرمن هم دغه دفتر ته ورغلې وو او کارکوونکې یې له نېږدې لیدلي وو.
ښاغلی مدبر وايي:«قانون اجازه نه ورکوي چې له ولسمشر څخه پرته کوم بل څوک هغه بستونه چې د ولسمشر له صلاحیتونو څخه وي هغه وګماري او مرکه ورسره وکړي.»
د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست وویل:«د چارو ادارې ته هېڅ ډول قانون دا واک نه دی ورکړی او د چارو اداره لږ تر لږه کوڼه او ړنده نه ده چې زموږ هر وزارت د بشري منابع په نامه یوه ځانګړې څانګه د ګمارنې مأموریت او د ګمارنې مرستیالي لري.»
د پوهنتون استاد سید مسعود هم په دې اړه وویل:«کله چې تاسې یوه معینه څانګړه یوې معینې موسسې ته ورکوئ بیا شک رامنځته کېږي چې ښايي سیاسي مسایل مطرحه وي او ښايي د تالاترغۍ مسئله شتون ولري.»
په همدې حال کې د چارو د ادارې مرستیال دا مني چې د هغه بنسټ له اداري اصلاحاتو کمېسیون او سي بي آر سره موازي اداره ده، خو وايي چې هغه ولسمشر ته کار کوي، که چېرې کوم بنسټ د هغه وړاندیز ونه مني له ولسمشر څخه غواړي چې په دغه بنسټ فشار راوړي.
داوود نورزي په دې اړه زیاته کړه:«له هغې ورځې مو چې دولتي بنسټونو ته غوره سي وي استولې کله چې درې میاشتې وخت یې ونیو او اجرا نه شوه بیا زه یې ګورم چې څو سلنه نه ده شوې او ولې نه ده شوې او وروسته بیا دغه مالومات ولسمشر او عبدالله عبدالله ته وړو چې دغه کار باید په هېواد کې ونه شي.»
د هڅونې د پروګرام بودیجه د ولسمشر او چارو د ادارې لخوا تمویلېږي.
ښاغلی نورزی وايي چې هغه تر اوسه کابو ۲۰۰ تنه په دولتي ادارو کې له همدې لارې په کار ګمارلي دي او کابو د ۲۰۰ تنو نورو چارې روانې دي.
داوود نورزی له دوه سوه تنو چې د هڅونې د دفتر له لارې ګمارل شوي یوازې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس نوم اخلي.
د دې په اړه چې د چارو ادارې مرستیال د کوم قانون پر بنسټ دغه پروګرام په لاره اچولی او همدارنګه د افغان دولت د بشري منابع دفتر د ټولو دولتي بنسټونو لپاره کارکوونکي ګماري،ښاغلي نورزي وویل:«موږ نور دفترونه هم لرو خو یو دفتر دی چې د ولسمشر لپاره په ځانګړې توګه د هڅونې پروګرام په مخ بیايي او د چارو اداره دا واک لري چې دغه کار وکړي.»
داوود نورزي د څه باندې ۱۰۰ تنو کارکوونکو له ډلې کابو ۳۰ تنه یې د هڅونې پروګرام لپاره کار کوي.
https://avapress.com/vdca6on6i49nem1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته