دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 139471
په خوست کی یو چاودیدونکی موټر هدف ته رسیدو مخکی وچاودیدله
د هیواد په ختیځ کی د خوست محلی مقامات وایی چی یو چاودیدونکی موټر هدف ته رسیدو مخکی ددی ولایت یعقوبی ولسوالی کی وچاودیدله.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، دا حادثه نن سهار د یعقوبی ولسوالی کی په داسی ډول سره ترسره سو چی تروریستان غوښتله چاودیدونکی موټر تروریستی برید هدف ته منتقل کړی خو موټر وچاودیدله.
عینی شاهدان دی حادثی په قبلولو سره افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی د حادثی په محل کی د درو تنو جسدونه لیدل کیږی چی احتمال یی شته انتحاری مهاجمان وی.
عینی شاهدان وایی چی د چاودنی شدت په دومره اندازی سره قوی وو چی تر سل متریو پوری د کورونو هنداری مات کړی دی.
تر اوسه د هدف په اړه او یا تلفات شمیر په اړه کوم اطلاعات شتون نه لری.
https://avapress.com/vdca0on6649ney1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته